د عراقي حاجیانو په برخه کې د سعودي ځواکونو د قانون سرغړونه

د عراقي حاجیانو په برخه کې د سعودي ځواکونو د قانون سرغړونه

له کله چې د عراق او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې خرابې شوي له کلونو راهیسې عراقي حاجیان له دې ستونزه مخ دي او هر کال عراقي حاجیان د سعودي عربستان د ځواکونو له ظلم او ستم سره مخ وي.

هر کال کله چې د عراق حاجیانو کاروانونه سعودي عربستان ته رسیږي او د نورو هیوادونو د حاجیانو پر وړاندې له سپکاوي سره مخ کیږي. د بیلګې په ډول په دوه زره شپږم کال کې کله چې عراقي حاجیانو له دوه سیمو سعودي عربستان ته ور ننوتل له دې امله تر ډيرې ځورونې لاندې ونیول شول ځکه چې د حاجیانو ډيری کسان یې شیعیه وو دوی تر څو ساعتونو تر پوښتنو لاندې نیول شوی وو او د سعودي عربستان د پوځیانو له بد چلند سره مخ شوي وو او په هماغه کال سعودي عربستان ته د بحریني موټَرو د ورتګ مخنیوی وشو او د بحرین حاجیان اړ شول تر څو د سعودي عربستان له موټرو کارو واخلي.

په سعودي عربستان کې هر کال د عراقي حاجیانو له کاروانونو سره همداسې چلند کیږي چې تر اوسه روان دی. د عراق د حج عالي پلاوي د ویاند په وینا، دوه زره اوه تنه حاجیان چې د دواړو هیوادونو په ګډه پوله کې تر څو ورځو ساتل شوي وو او د حج مراسمو تر سره کولول پاره عربستان ته د ورتګ اجازه نه ورکول کیده د سختي یخني او لوږې له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او دسعودي عربستان حکومت ویلي چې دې حاجیانو د حج په مراسم کې د ګډون لپاره اړین اسناد له ځان سره نه درلودل. هغه مهال د عراق دولت د سعودي عربستان پر حکومت نیوکه وکړه خو د سعودي عربستان له لوري یې د منلو وړ ځواب تر لاسه نکړ.

له دې ځینې نور حاجیان د سعودي عربستان د ځواکونو له بد چلند سره مخ شوي ووچې هغه مهال د عراق د حج عالي پلاوي مشر د سعودي عربستان پادشاه ته له شکایتوو ډک یو لیک واستوه هغه مهال دسعودي عربستان شاه عبدالله بن عبدالعزیز وو. په دې لیک کې د سعودي عربستان له سرتیرو څخه شکایت شوی وو چې د بیلا بیلو مذهبیانو سره یې بد چلند کړی وو.

د عراق او نورو هیوادونو د حاجیانو پر وړاندې د سعودي عربستان دا چلند اوس هم دوام لري چې حتی پاکستاني حاجیان هم پکې شتون لري او عربستان له پاکستان څخه د سیاسي انتقام له مخې چې پر بحرین یې د عربستان غوښتنه نه وه منلې اخلي. پاکستاني حاجیان اوس په مدینه او د عربستان په نورو سیمو کې له ستونزو سره مخ شوي چې دا له حج څخه د سیاسي ګټې اخستنې بله بیلګه ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *