د هیواد د بیلابیلو سیمو په عملياتو کې ۶۱ وسله وال وژل شوي

د هیواد د بیلابیلو سیمو په عملياتو کې ۶۱ وسله وال وژل شوي

د ملي دفاع وزارت په بېلا بېلو عملياتو کې ۶۱ وسله وال وژل شوي د ملي دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو په پوځي عملياتو کې ۶۱ وسله وال مخالفين وژل شوي او  ۲۹ تنه نور ټپيان شوي دي.

د دغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې وسله والو مخالفينو ته ياده مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ياد عمليات په غزني، پکتيا، پکتيکا، خوست، کندهار جوزجان، هلمند او يو شمېر نورو ولايتونو کې ترسره شوي دي.

دفاع وزارت وايي، د يادو عملياتو پرمهال د ملي اردو ۱۵سرتېري هم وژل شوي.

وسله‌والو طالبانو ددغو ادعاوو په هکله څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *