سومالیا کې جومات نړېدو ۱۵ کسان وژلي
د سومالیا په موګادیشو ښار کې یو ترمیمېدونکی جومات نړېدلی، چې لږترلږه ۱۵ کسان یې وژلي او ۴۰ نور یې ټپیان کړي دي. جومات د جمعې ورځې د لمانځه پرمهال لوېدلی دی.
رپوټونه وايي
، د جومات نړېدو پرمهال هلته سلګونه لمونځ کوونکي وو، او وېره ده چې ځینې کسان به د جومات تر کنډوالې لاندې پاتې وي.
سیمه ییزو رسنیو ویلي، چارواکو د جومات جوړولو د اړوندو چارو انجینر د بې غورۍ په تور نیولی دی.
هغه سیمه چې دا جومات پکې ودانېده، په تېرو څو ورځو کې د ډېرو بارانونو شاهده وه.
د (شابلي) په نامه یوې خصوصي رادیو ویلي، تر ډېره وژل شوي لمونځ کوونکي د جومات جوړولو د پروژې کارکوونکي دي.
د سومالیا حکومتي رسنۍ (سومالیا ملي خبرونو اژانس) ویلي، پېښه د موګادیشو په ډېنییل ولسوالۍ کې شوې ده.
د سومالیا حکومت پر موګادیشو او ځینو نورو سیمو کنټرول لري، خو له القاعدې شبکې سره تړلې “الشباب” اورپکه ډله بیا پر ګڼو کلیوالو سیمو واکمنه ده.
د سومالیایي حکومت د ملاتړ او ساتنې لپاره په دې هېواد کې د افریقايي ټولنې تر ۲۲۰۰۰ ډېر پوځيان او پولیس مېشت دي.