عربستان دوه زره شپارسم کال په اعدامولو پیل کر تیره اونی ددی هیواد حکومت عربستانی مبارز روحانی شیم نمر باقر النمر اعدام کر نومه وری په داسی حال کn00493551-bی اعدام شو چی تولی نیوکو او مبارزه یی سوله ایزه وه او ده په عربستاان کی د سمون غوشتنه کوله ده په دی هیواد کی د بشر حقونو پر نه پلی کیدو نیوکه کوله د عربستان د حکومت دي کرني دیری نیوکي او غبرگونونه له خان سره درلودل د نری دیری بنستونو او هیوادونو دا اعدام غندلی دی خو له دي سره ولیدل شول چي پر دي اعدام د بشر حقونو او نوری اروندی کری تیری لزی وی د بشر حقونو ادارو خرنگه چی شایی هغسی ددی اعدام پر وراندی غبرگون شکاره نکر تول نیوکی د خبرو تر کچی وی او ددی گام پر وراندی هیخ دول عکس العمل ونه شودل شو . لویدیخ ونغوشتل ترخو په سیمه کی خپل لومری درجه ملگری هیواد له لاسه ورکری

د عربستان کورنیو چارو وزارت ویلي شیخ نمر او دده ملګري یې په هیواد کې د ګډوډیو د رامڼخ ته کولو له ترهګرۍ سره د مرستې پر امنیتي او د پولیسو پر پوستو د بریدونو له امله د اعدام له حکم سره مخ شوی دی. په داسې حال کې چې دې روحاني په تیرو کې هیڅ داسې ډول وسله واله مبارزه نده کړې او نه هم له ترهګرو سره په لاس لرلو تورن شوی دی.

سعودي عربستان په دوه زره دولسم کال کې د پادشاه په مرسته یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې هرپاڅون کونکی کس یا ډلې او یا هم ددې هیواد پادشاه او شاهي کورنۍ ته سپکاوي وکړي او ددې هیواد د نظام د نسکورولو هڅه وکړي په ترهګرۍ کې شمیرل کیږي او دا کسان به د اعدام له حکم سره مخ کیږي.

دا قانون د اخوان المسلیمین اړندو څانګو دفعالیت له مخې چې په عربي نړۍ کې د پسري د رامڼځ ته کیدو پر مهال پیل شو تصویب شوی دی او عربستان چې د اخوان المسلیمین له رامنځ ته کیدو سره مخالف وو او دا ګوند یا غورځنګ د خپلو لومړونیو دښمنانو په کتار کې شمیري ډيری په دې آند دي چې دا قانون د اخوان المسلیمین پر وړاندې تصویب شوی دی. د هغه اخوانیانو پر وړاندې کوم چې اوس مهال په سعودي عربستان کې فعالیت لري خو اوس مهال سعودي عربستان له دې قانون څخه د هغه کسانو پر وړاندې هم کار اخلي یا پلی کوي کوم چې د خپل حق لپاره غږ پورته کوي. د شیخ نمر اعدامول له یوې خوا د خلکو او مخالفینو د ځپلو په مانا دی او له بلې خوا د لاریونونو پر اور د تیلو شیندلو مانا ورکوي.

شیخ نمر باقر النمر په دیارلس سوه نهه اویایم کال کي د عربستان په ختیخ کی زیزیدلی او د عربستان له پیژندل شویو روحانیونو او د بشر حقونو غوشتونکی وو دی په دوه زره دولسم کال کی له لاریونونو د راگرخیدو پر مهال کله چی کور ته را ورسید د امینتی سرتیرو له لوری په داسی حال کی ونیول شو چی ددی سرتیریو سره یی نشته هم رامنخ ته شوی او په پشه تپی شوی وو د عربستان له لوری دده اعدام د حکومت له لوری له خینو پیامونو سره مل وو هغه پیام چی د عربستان کورنی نریوال او سیمه ایز سیاست تر پوشش لاندی راولی

لومړنۍ هدف چې عربستان یې د تر لاسه کولو په لټه کې دی او د شیخ نمر اعدام یې ددې موخې پیام ګڼلی شو د وسپنه ایز سیاست پلې کول دي. ددې سیاست په کړۍ کې چې په عربستان کې د سمون او اصلاحاتو هر ډول بوی پورته کړل شي باید په جرړو کې وچ کړل شي. د عربستان اوسیدونکي که شیعه دي او که سني باید سیاسي اوړ کلتوري دود ته یې د وهابیت له مخې سمون ورکړل شوی وي او سمون باید په ټیټو برخو کې لکه د ښاري ټاکنو او کلیو په ټاکنو کې رامنځ ته شوی وي او باید تر دې کچې وزغمل شي او هره هغه کړنه چې په ډې هیواد کې د قدرت غوښتنه وي او یا نظام ته زیان ورسوي باید پر وړاندې یې جدي غبرګون ښکاره کړل شي.

دډې تګلارې له مخې د عربستان په کورني سیاست کې خبرو اترو ته ځای شتون نلري.

دوهمه موضوع داده چې عربستان په دې آند دی چې د عرب هیوادونو تر ټولو ځواکمن هیواد دی او دا حق یې د ځان لپاره خوندي کړی دی او دې هیواد پّ یمن بحرین او یو شمیر نور هیوادونو کې خپلې مداخلې ته لاره هواره کړي او دې مداخلې ته دوام ورکوي. له دې سره چې عربستان ځینې موخو ته په رسیدو کې پاتې راغلی خو په سیمه کې د ځواکمن هیواد د ښودلو په موخه یې ځینې ګامونه پورته کړي او د نمر د اعدام په ډول یې پر ځینو کړنو لاس پورې کړی او په یمن کې یې اوربند پای ته رسولی دی.

دریمه موضوع داده چې لویدیځوال له سعودي عربستان څخه د یوې شیدو ورکونکې غوا په ډول کار اخلي او له دې هیواد څخه د ګټې اخستنې په موخه یې په یمن بحرین او یو شمیر نورو هیوادونو او همدارنګه په ډې هیواد کې له بشري حقونو د سرغړونې په موخه پټه خوله غوره کړې ده عربستان په دې ډاډ من دی چې د شیخ نمر د اعدام په څیر د ګامونو پورته کول د عربستان او لویدیځ ترمنځ اړیکې نه خرابیږي او پر خپل ځای پاتې کیږي. نو له دې مخې په ځینو داسې کړنو لاس پورې کوي چې پّ سیمه کې د خپل سیال یعني ایران هیواد احساسات را وپاروي او عربستان په سیمه کې ایران ته د زیان رسولو په موخه دا ډول ګامونه پورته کوي. عربستان د نامالومو دلایلو له امله ایران ته د زیان رسولو په لټه کې دی. عربستان په دې آند دی چې په یمن عراق سوریه لبنان او بحرین کې ددوی په خوښه د پایلو په نه تر لاسه کیدو اصلي لامل د ایران سیاست دی چې په دې هیوادونو کې د ایران سیاست د بریالیتوب په لور روان دی. ددې رول له مخې عربستان د تیلو بیې د منا په پیښه کې د عربستان نه همکاري د ایران په مسله کې تاوتریخوالی او شیخ نمر په مسله کې د ایران حساسیت له امله یې له ایران سره دریځ غوره کړی دی.

د ال سعود له لوری د آیت الله شیخ نمر د اعدام په لر کی بیلا بیلو دوله نریوال غبرگونونه را پاریدلی دی خو د تولو په پرته ایران دیر غبرگون شکاره کری دی او ددی هیواد چارواکیو په بیلو بیلو خبرو کی ویلی چی عربستان به ددی پیشی لگشت گالی په مشهد او تهران کی د عربستان پر سفارت او قونسلگری برید حالات نور هم کرکیچن کری دی

اوس مهال د ایران او عربستان ترمنځ واټن لا پسې ډير شوی دی هغه واټن چې د ټاکنیزو مبارزو پر مهال یې حسن روحاني د ولسمشر د ندې په پیلیدو سره د له منځه وړو ژمنه کړې وه خو اوس داسې نه ښکاري چې دا واټن د د له منځه تلو په حال کې وي. د له منځه تلو مسله یوې خوا ته خو داسې نه ښکاري چې د دې برخې کچه د را ټیته شي. د ایران او عربستان اړیکې له دې مخکې هم ښې نه وي خو له کله چې په ایران کې د سعودي عربستان پر سفارت او قونسلګرۍ برید وشو د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې د ترینګلتیا وروستۍ کچې ته را ورسیدې دا ترینګلتیا په دومره لوړه کچه کې ده چې ویل کیږي په تیرو اته ویشتو کلونو کې یې ساری نه درلود. عربستان له دې پیښې وروسته له ایران سره خپلې ټولې دیپلوماتیکي اړیکې پرې کړې او یو شمیر نورو هیوادونو لکه بحرین سودان کویت او جیبوتي هم د عربستان په غوښتنه له ایران سره خپلې دیپلوماتيکي اړیکي پرې کړي اویا یې تر ټولو ټیټې کچې ته رسولې دي.

عربستان اوس هڅه کوي ترڅو ددوی پر دیپلوماتیکي ودانیو برید د شیخ نمر د برید ځای ناستی کړي. د یوه هیواد پر سفارت برید که څه هم د نړیوالو قواینو له مخې ظالمانه او ددې قوانینو پر خلاف پورته شوی ګام وي او دډې کار تر سره کونکي وغندل شي او ټولې دا ډول پیښې چې په هر هیواد کې رامنځ ته کیږي د ایران په ځير یې پړه منلې وي او د دولت پر غاړه وي. خو دې بهیر له دې سره مرسته وکړه ترڅو ظالم مظلوم وګرځوي.

سعودي عربستان د هغه جنایت له مخې چې تر سره کړی یې دی هغه عمل چې له ټولو نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دی او باید دا هیواد د نړیوالو رسنیو په سرټکو کې راغلی وی د ایران کړنې دډې هیواد پر دې ګام سیوری غوړولی دی که څه هم د ځینو کسانوپه آند دا د شیخ نمر د اعدام پیښه نشي پټولی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *