مسعود بارزاني ته نږدی سلاکار، ایران او روسیه ته په راتلونکې میاشتې کې دبارزاني له سفره خبر ورکړ4223106643

دریپوټ پر بنسټ مسعود بارزاني ددې سفر په لړ کې دداعش پر وړاندې د ایران روسیې په ایتلاف کې ګډون او د داعش پر وړاندې جګړه څیړي.

د بارزانی دولت په دې باور دی چی د عربستان په ګډون د امریکایی ایتلاف دداعش پروړاندی جدي ګامونه نه دي پورته کړي او داسې ښکاري چې دا ایتلافونه نغواړي ترڅو داعش له منځه یوسي بلکې غواړي په سیمه کې داعش کابو او ددوی د موخو لپاره په فعالیت بوخت وي. تراوسه د امریکا موخه داده چې د سیمه ایزو حالاتو د کنترول لپاره د داعش ډله په خپل واک کې ولري. له دې سره ښاغلی بارزاني د خپل ریاست په هکله اندیښمند دی او له شک پرته ددې سفر پر مهال به هڅه وکړي ترڅو په واک د پاتې کیدو لپاره د ایران او روسیې ملاتړ تر لاسه کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *