عربي ټولنې يو ځل بيا د عراق له خاورې د ترکي سرتيرو د ايستول غوښتنه کړې ده

ددي ټولنې غړيو د ترکيي او عراق ترمنځ د شخړې په موخه په تر سره شو0,,17519713_303,00ي بيړنۍ ناسته کي ويلي، عراق ته د ترکيي سرتيرو استول تيری دی او د عربي هيوادونو د امنيت پر وړاندي گواښ رامنځ ته کولاي شي

عربي ټولنې تیره ورځ په قاهره کې د عراق په غوښتنه یوه بیړنۍ ناسته تر سره کړې ده. ددې ټولنې غړیو عراق ته د ترکي ځواکونو استول تیرۍ ښودلی او یوځل بیا یې له ترکیې وغوښتل ترڅو خپل سرتیري بیرته ور وغواړي.

دعراق بهرنیو چارو وزیر ابراهیم جعفري له اروپایي ټولنې څخه وغوښتل ترڅو په دې برخه کې پر ترکیې فشار راوړي.

ابراهيم جعفري – ” مونږ له عربي ټولنې غواړو ترڅو د ترکیې ددې تیري پر وړاندې جدي غبرګون ښکاره کړي. پر عراق تیری د نه منلو او نه زغملو وړ دی. عراق هغه تاریخي هیواد دی چې د عربانو د بنسټ استازیتوب کوي. د عراق د اسلام او ترهګری پر وړاندې د مقاومت مرکز دی.”

جعفري د ترهګرو په لیکو کې چې د نړۍ له سلو هیوادونو څخه په عراق کې جنګیږي نغوته وکړه او له دې پرته چې د کوم هیواد نوم واخلي ویلي: په ځینو هیوادونو کې داسې کړۍ او ډلې شتون لري چې ترهګر د جګړې په موخه ور استوي.

د عربي ټولنې لوی منشي نبیل عربي هم ددې ټولنې پر غوښتنې او له عراقه د ترکي سرتیرو پر ایستول ټینګار کړی دی.

نبيل العربي – ” له عراقه زمونږ پلویتوب له دې هیواد زمونږ د ملاتړ په مانا دی. عربي هیوادونه له عراقه د ترکي سرتیرو د ایستلو غوښتنه کوي. د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې د اصولو له مخې ترکیې په عراق کې تیری کړی دی.”

په دې ناسته کې د مصر بهرنیو چارو وزیر هم ویلي هیواد یې د امنیت شورا د لنډ مهالي غړي په توګه په دې شورا کې د عربي په ځانګړې توګه د ترکیې پر وړاندې د عراق له دریځه ملاتړ کوي. د عربي ټولنې د لوی منشي مرستیال احمد بن هلال هم ویلي: په عراق کې د ترکیې مداخله غندو او دا د ټولو عربي هیوادونو د   امنیت پر وړاندې ګواښ دی نو له دې مخې له ترکیې غواړو ترڅو په بیړې سره خپل ځواکونه له عراقه وباسي. د عربي ټولنې دا غبرګون عراق ته د ترکیې سرتیرو د استولو پر وړاندې د جدیت ښکارندویي کوي. له دې سره ددې ټولنې یو شمیر نورو غړیو ترکیه له داعشه په ملاتړ تورنه کړې ده.

د بدر په نامه د ډلې ویاند کریم النوري کوم چې د داعش پر وړاندې په مباره کې د ولسي ځواک استازیتوب کوي ویلي: ترکیه له داعش څخه ملاتړ کوي او د داعش جنګیالي د ترکیې له لارې عراق ته ورځي، ددوی مرکزونه او روزن ځایونه په ترکیه کې دي. خو ترکیه بیا دا تورونه ردوي او وایي چې ددوی سرتیري له عراق سره د هوکړې له مخې دې هیواد ته استول شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *