د هند او پاکستان لومړيو وزيرانو د دوارو هيوادونو ترمنځ د پخلايني modi-and-sharif-01خبرو د بيا پيليدو په هکله خبرې کړې دي نرندرا مودي تيره ورځ له افغانستانه د خپل هيواد په لور د سفر پر مهال په لاهور کي له خپل پاکستاني سيال سره ليدلي دي

له دوه زره څلورم کال وروسته دا لومړی ځل دی چې د هند لومړی وزیر له پاکستانه لیدنه کوي. د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې، چې له یوه بل سره پر ځمکنۍ بشپړتیا ستونزې لري په وروستیو کې ترینګلې شوې وي او دا دوه هیوادونه په تیرو وختونو کې څو ځله سره جنګیدلي هم دي. خو په دې وروستیو میاشتو کې د دواړو هیوادونو مشران هڅه کوي ترڅو خپلې ستونزې د خبرو له لارې هوارې او د پخلاینې خبرې بیا پیل کړي.

خه موده وړاندې د هندوستان بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته سفر کړی وو او د پخلاینې خبرو په هکله یې له پاکستاني چارواکیو سره خبرې کړې وې او تیره ورځ دې هیواد ته د هندوستان لومړي وزیر نراندرا مودي سفر درلود او د دواړو هیوادونو ترمنځ د خبرو بیا پیلیدو په هکله یې نیم ساعته خبرې درلودې.

اعزاز چوهدري – ” دواړو خواوو د خپلو هیوادونو او خلکو ترمنځ د ښو اړیکو د رامنځ ته کولو په هکله او بیلابیلو نورو اړخونو په تړواو خبرې کړې دي.”

د پاکستان بهرنیو چارو مرستیال وزیر په وینا د هند لومړي وزیر تیره ورځ غرمه مهال خپل پاکستاني سیال ته په ټلفون سره دوی ته د کلیزې مبارکې ورکړې ده او ویلي دي چې خپل هیواد ته له تګ وروسته غواړي یو ځلې بیا پاکستان ته راشي. اعزاز چوهدري خبریالانو ته ویلي: نواز شریف دده غوښټنه منلې او له دوی څخه یې غوښتې ترڅو لاهور ته ورشي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *