پر کابل ښار راکټي برید شوی
پر کابل ښار راکټي بریدونه شوي، خو تر اوسه د دې پيښې کره ځای او د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
عیني شاهدان وایي چې نن ماخوستن په څه کم نهو بجو یې ددریو چاودنو غږونه اوریدلي دي.
د حکمت په نامه یوه تن پژواک اژانس ته وویل چې د کابل ښار دلسمې حوزې په مربوطاتو کې یې د چاودنو غږونه اوریدلي دي.
نا تایید شوي راپورونه وایي چې دا راکټونه د بشتونستان واټ او شش درک سیمو کې لګیدلي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي چې یو راکټ د کابل ښار دوهمې حوزې اړونده د کانونو وزارت او دویم د لسمې حوزې اړونده د بهرنیانو کمپ ایګر ترڅنګ لګیدلي دي.
تر دې مخکې ویل کیده، چې یو راکټ د ناټو په قوماندانۍ کې لګیدلئ، خو دناټو ویل چې دوی داسې کوم راپور نه لري.