امریکایی Isis شرکت د “داعش” له کبله خپل نوم بدلوي
شرکت له نژدې نیمې پېړۍ راهیسې فعالیت کوي، چې دا نوم یې د مصرۍ لرغونې آلې “آیزېس” د نامه په نېک شوګون اخیستی دی، چې د ساتنې او علاج لپاره کارول کېده.
د درملو تولیدوونکی امریکایی Isis Pharma شرکت له تېر یوه کال راهیسې د خپل نوم د بدلولو پرسر سلامشورې کوي، چې ګني په عراق او شام کې د “اسلامي دولت” Isis (داعش) له نامه سره یې توپیر وشي.
دغه شرکت وایي، ځان ته یې نوی نوم “آیونېس Ionis ” ټاکلی دی، چې له د دسمبر له ۲۲ مې به یې همدا رسمي نوم وي او د ونډو په بازار کې به یې هم له ISIS څخه نوم Ionis ته واوړي.
ددغه شرکت اجرایوي مشر لین پارشال وايي: “د شرکت د نوم بدلولو هوډ مو ځکه وکړ، کله چې خلک زموږ تولیدات ګور او یا غوږ ورته نیسي، زموږ هوډ دا دی چې خلک زموږ درمل د ژوند ژغورلو په توګه وکاروي، نه دا چې له موږ کرکه وکړي”.
په شرکت کې د بازار موندنې اجرایوي مشرې سارا بویس رویټرز ته ویلي، د نامه بدلولو بحث له تېر یوه کال راهیسې روان و:
“کله چې تاسو د یوه شرکت په اړه غږېږئ، نو خلک یې د ښه کار په اړه فکر کوي چې ناروغانو ته یې څرنګه ښه درمل ورکړل شي، نه دا چې له نامه نه یې کرکه وکړي”.
ددغه شرکت مرکز د کلیفورنیا ایالت په کارلسپارډ ښار کې دی، چې د پاریس له بریدونو یوه ورځ وروسته یې د ونډو کچه ۴ سلنه راولوېده.
د شرکت ویاند واډ ووک ویلي د پاریس له بریدونو وروسته د شرکت دغه نوم “یوه لویه ستونزه” وګرځېده.
Isis شرکت له نژدې نیمې پېړۍ راهیسې فعالیت کوي، چې دا نوم یې د مصرۍ لرغونې آلې “آیزېس” د نامه په نېک شوګون اخیستی دی، چې د ساتنې او علاج لپاره کارول کېده.
ددغه شرکت شتمني اوس اوه میلیارد امریکايي ډالرو ته رسېدلې ده، چې تر ډېره د کولیسټرول درمل تولیدوي، خو د سرطان او د زړه د ناروغیو د مخنیوي لپاره هم ډېر درمل جوړوي.