امريکا کې يوه وسلوال بريدګر ۳ کسان په ډزو وژلي

هغه مهال چې د امنيتي ځواکونو او بريدګر ترمنځ پر يو بل ډزې کېدې 151127222326_sp_colorado_springs_2_624x351_kodyfisherfox21viaap_nocreditزيات شمېر کسان په کلينيک کې ايسار پاتې وو

د امريکا د کولرادو سپرينګز په يوه روغتيايي مرکز کې د يوه کس د ډزو په پايله کې يو پوليس او دوه ملکيان وژل شوي دي.

وسلوال کس اوس د پوليسو له لوري نيول شوی دی.

د پوليسو او بريدګر ترمنځ پنځه ساعته ډزې کېدې، چې بلاخره مشکوک بريدګر د امنيتي ځواکونو له لوري محاصره او ونيول شو.

د دغې څو ساعته نښتې پر مهال ۹ کسان ټپيان شوي هم دي.

هغه مهال چې د امنيتي ځواکونو او بريدګر ترمنځ پر يو بل ډزې کېدې زيات شمېر کسان په کلينيک کې ايسار پاتې وو.

دا چې د دغو ډزو انګېزه څه وه، لا روښانه نه ده.

د کولرادو ښاروال جان سوترز يوه خبري کنفرانس ته ويلي: ”زه غواړم قربانيانو ته خپل مراتب وړاندې کړم. دا يوه خورا زړه بوږنوونکې غميزه وه چې په کولرادو سپرنګز کې رامنځته شوه.”

دی وايي: ”په څرګند ډول موږ دوه ولسي وګړي له لاسه ورکړل. موږ د هر زړور پوليس په له لاسه ورکولو ماتم کوو.”

د بريدګر له لوري په ډزو وژل شوي پوليس ۴۴ کاله عمر درلود.

د کولرادو سپرېنګز د پوليسو مشر پيتر کرې وايي د ټپي شويو په مينځ کې پنځه پوليس هم شته، چې په ځايي روغتونونو کې يې درملنه شوې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *