قدير: ننګرهار د داعش كمپنۍ ده، ۲۰ زره ناقانونه پاكستانيان هلته دېره ديzaher-qader-1

قدير: ننګرهار د داعش كمپنۍ ده، ۲۰ زره ناقانونه پاكستانيان هلته دېره دي د ولسي جرګې لومړى مرستيال ظاهر قدير وايي، داعش ډلې د ننګرهار په شينوارو كې جرړې كړې دي او كه يې مخه ونه نيول شي نو په دغه خوا كې به هم د غزني زابل او يو شمېر نورو سيمو په څېر د داعش لخوا د برمته نيونې ستونزه راپورته شي.

نوموړي نن د ولسي جرګې عمومي غونډې ته په خبرو كې وويل، دمګړۍ شل زره پاكستاني كډوال په ننګرهار كې ميشت دي او دغه ټول پاكستانيان له خپلو اسنادو سره افغانستان ته را اوښتي خو دلته د اوسېدو كوم قانوني جواز نه لري: (( موږ په ننګرهار كې فعلا له ثمرخېلو ښكته په ۲۲ ولسواليو كې له ۲۰ زرو زيات پاكستاني مهاجرين لرو، څه ډول مهاجر؟ داسې مهاجر نه چې په سياحت راغلى وي، داسې مهاجر نه چې په تجارت پسې راغلى وي، داسې مهاجر نه چې پاسپورټ ولري، داسې مهاجر چې زموږ حكومت يا خپل حكومت په ملاكنډ ډويژن، يا سوات، صوابۍ، باجوړ او لوړاګي كې ورته كارت وركول كېږي، پاكستانى كارت په افغانستان كې چلېږي.))

هغه زياته كړه، تر هغې چې د ننګرهار د وروستيو ناامنيو پر وړاندې ملي او محلي پوليس تجهيز نه شي امنيت نه شي راتلاى: (( زموږ په ولايت كې په اول قدم كې محلي پوليس ته په بين الملي كچه منظم تجهيزات وركول كېږي، خو متاسفانه محلي پولس سره كه ټوپك وي، مرمۍ نشته، كه مرمۍ وي شاجور نه شته، كه شاجور وي تنخوا نه شته، كه دا بين المللي ټولنه وركوي، دا ترې څوك اخلي؟ بايد د دې پوښتنه وشي.))

قدیر یو ځل بیا ژمنه وکړه،چې پخپلو امکاناتو به د وسله والو پر ضد مبارزه کوي.

د ده په خبره، په شینوارو کې همدا اوس له وسله والو سره له یوې خوا نه ګڼې حکومتي کړۍ مرسته کوي او له بلې خوا ورته پاکستان تجهيزات وركوي.

قدير همدا راز زياته كړه چې وسله وال اوس كولى شي چې په اوړي او ژمي كې د دولت پر ضد وجنګېږي، ځكه دغه وسله وال اوس د دولت په رنجرو، وسلو او نورو تجهيزاتو سمبال شوي دي.

ظاهر قدير د ا فغانستان امنيت شورا مستقيما په يو شمېر چارو كې په مداخله تورنه كړه او زياته يې كړه په دې برخه كې كولى شي اسناد هم وړاندې كړي : (( د دښمن مقابله له يو طرفه بين المللي پروژه ګرځېدلې، يو طرف ته پخپله په حكومت كې په دولتي ارګانونو او امنيت شورا كې چې داعش پيدا كوي او سپوټ كوي يې، ايا اوس موږ داعش او د افغانانو هر قاتل مخه ونه نيسو؟ دا پروژه همداسې غټېږي، همغه ورځ چې ما پر تاسې غږ وكړ، كه حكومت زما مخه نه واى نيولې او له موږ سره يې همكاري كړې واى، په غزني او قلات كې به زموږ هغه وروڼه بې ځايه شهيد شوي نه واى، ځكه چې د داعش كمپنۍ په ننګرهار كې ده.))

د ظاهر قدیر په خبره د دوی مشران اوس هم شینوارو کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګیږي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال نن د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې څو میاشتې وړاندې يې په ننګرهار کې د داعش په خلاف د جنګ اعلان وکړ، خو په عامه او دولتي كچه يې مخالفت وشو او دا د شخصي مليشو جوړولو بهانه وګڼل شوه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *