منصور دادالله د طالبانو سرسخت او پیاوړی قومندان و. منصور دادالله د ملا دادالله چې د طالبانو مهم او مشهور قومندان و او څو کاله مخکې هلمند کې په یوه هوایی برید کې ووژل شو، ورور دی. ملا منصور څو میاشتې مخکې سلګونو طالبانو ته خبرو کې د طالبانو د نوي مشر په توګه د اختر محمد منصور له ټاکنې سره مخالفت وکړ. هغه اختر محمد مBreaking-news-nun.asia_3-475x330نصور د آی ایس آی لاسپوڅی او د اسلامي امارت لپاره یو غدار وباله. ملا منصور دادالله زابل کې د اختر منصور د مخالفو وسلوالو مشري کوله. هغه اوس اوس د طالبانو د ملا محمد رسول آخند د ډلې مرستیال او پوځي قومندان ټاکل شوی و. د زابل چارواکي وایی، ملا دادالله د زابل خاک افغان ولسوالۍ کې وژل شوی دی.بلخوا ملا اختر محمد منصور ته نږدې سرچینو ویلي چې ملا دادالله خاک افغان ولسوالۍ کې یوه کور کې پټ شوی و او هغه کور په ماینونو والوځول شو چې نوموړی په کې پټ و. داسې ویل کیږي چې له هغه سره درې نور کسان هم وژل شوي خوپه دې هکله ډیر معلومات نه دي ورکړل شوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *