د فلسطين په نيولو شويو سيمو کي اسرايلي کارنخوني بايد پر خپلو توليداتو د فلسطين نښه (مارک) ونښلوي اروپايي ټولنې په دي برخه کي ځيني بنديزونه لگولي ويلي يي دي هغه اسرايلي توکي چي اروپا ته صادريږي بايد دا مارک ولري د اروپايي ټولني دي پريکړې د اسرايلو قهر را پارولی خو د فلسطينيانو له هرکلي سره مخ شوی ده0,,18843491_303,00

د ملګرو ملتونو او نړۍ د ډیریو هیوادونو په آند اروپایي ټولنه هم په ډې آند ده هغه فلسطیني سیمې چې له نولس سوه اوه شپیتم کال راهیسې اسرایلو نیولي اشغالي سیمې ښودل کیږي او دا هیوادونه او بنسټونه دا سیمې د اسرایلو اړوند سیمه نه بولي. دې ټولنې په نوې ګام کې داسې قوانین رامنځ ته کړي چې له مخې یې هغه کارنخونې چې د فلسطین په نیول شویو سیمو کې تولیدات لري باید د نیولو شویو سیمو مار یا نښه ولګوي. دا قانون تیره ورځ د اروپایي ټولنې د اته ویشتو غړیو هیوادونو لپاره اعلان شو. اسرایلي رژیم د اروپا پر دې پریکړې نیوکه کړې او دایې تبعیضي ګام ښودلی دی چې د خبرو بهیر له ستونزو سره مخ کولای شي. خو فلسطینانو د اروپایي ټولنې له پریکړې ملاتړ کړی. د ملګرو ملتونو په اداره کې د فلسطین استازي د اروپایي ټولنې ستاینه کړې او دایې د اسرایلي رژیم پر کارنځایونو بندیز ښودلی دی. له دې سره ددې بنسټ یوه بل غړي مصطفی برغوټي هم د اروپایي ټولنې دا ګام ګټور بللی ویلي یې دي د اروپایانو دا پریکړه ددې ښکارندویي کوي چې د فلسطین نیول شوې خاوره د اسرایلو لپاره نامشروع ده او باید ددې رژیم ټول تولیدات او معاملې باید غیر مشروع اعلان شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *