د مصر ولسمشر د ناټو څخه وغوښتل چې دليبيا پًه بیارغاونه کې برخه واخلي

د مصر دعربي جمهوريت جمهور رئيس عبدالفتاح السیسي د برتانيا او د ناټو دنورو غړو هېوادونو څخه وغوښتل چې دليبيا دسياسي وضعيت په بياجوړښت کې برخه واخلي تر څو هلته دسورئي وضعيت تکرار نه شي.

« ليبیا — ډيره حطرناکه ده چې موږ او تاسو ټولو ته ګواښ رامنځته کوي که چيري هلته دولت نه وي، دقدرت خلا به رامنځته شي او سخت دريځي به رشد ومومي.

«موږ بايد ټول خپل امکانات پکار واچوو او دليبيا له خلګو او ددغه هېواد له اقتصاد سره مرسته وکړو.موږ ته لازمه ده هغه مالي مرستي، وسلي او بهرني پوځيان چې افراطي کړيو ته ئي ورکوي په ټپه بندې کړو. د ناټو ټول غړي هېوادونه د برتانيا په ګډون، چې د قذافي درژيم دغورځولوپه ماموريت کې يي برخه اخستي وه، بايد دليبیا سره مرسته وکړي».

.دامطلب د مصر ولسمشر مخکې له دې چې دبرتانيا صدراعظم ديويد کامرون سره وويني د «تلګراف» ورځپاڼې سره په مرکه کې څرګند کړ. د ديويد کامرون سره دالسیسي ليده کاته د چهارشنبي په ورځ ترسره کيږي.

دالسيسي په خبره په ليبيا کې دبهرنيو هيوادونو ماموريت خپل کار ترپايه سرته ونه رساوه. ليبيا ئي بې مشره پريښوده. نو له دې کبله دغه هېواد زموږ مرستو ته ډيره اړتيا لري».

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *