امریکا په سوریه کی له روسیی سره د فعالیتونو د همغاړه کولو پراختیا په پام کی لری

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کری له قزاقستان څخه د کتنی په ترځ کی یو لړ مهمی څرګنونی کړی چی له مسکو سره په همکاری اړه مومی. ده، له هغی جملی، ډاډ ورکړ چی امریکا د روسیی له پوځیانو سره د همغاړه کولو پراختیا ته تیاره ده او مسکو او پیکن ته یی د آرام سمندر له مشارکت سره د یوځای کیدو وړاندیز وکړ.

جان کری د دوشنبی په ورځ د قزاقستان د ولسمشر نورسلطان نظربایف او لومړی وزیر کریم ماسیموف سره تر کتنی وروسته د «میر» له تلویزیون سره مرکه وکړه. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د واشنګټن او مسکو ترمنځ د همکاری د امکان په هکله یو لړ مهم ټکی اعلان کړل.

جان کری ډاډ ورکړ: د پرمختللو پوځی — هوایی ځواکونو لرونکو پیاوړو قدرتونو ګډه همکاری ضروری ده. د ده په وینا، خبره تر ټولو دمخه په هوایی ساحه کی د فعالیتونو د مقدماتی همغاړه کیدو پرسر مطرح ده او د همغاړه کیدو راتلونکی ژورتیا په دی تړلی چی ایا د بین المللی خبرو برخه وال به د سوریی د شخړی د حل په هکله او له هغی جملی د ولسمشر بشار اسد د راتلونکی برخه لیک په هکله، وکولی شی موافقی ته ورسیږی او که نه.

جان کری د روسیی او امریکایی پوځیانو د فعالیتونو د همغاړه کولو په هکله د تبصری په ترخ کی وویل: موږ زیات څه غواړو، خو دا په روسیه او د سولی د ترلاسه کیدو په اړوند د هغی په پریکړه، اړه لری. د جنګ د پای ته رسولو یوازینی لاره — دا د نوی حکومت د جوړولو په هکله د ښاغلی اسد د مقاومت نه کولو وړاندیز دی. هغه په دی توګه کولی شی خپل هیواد وژغوری. د روسیی حضور یوازی د رژیم په خاطر په سیمه کی ستونزی رامنځ ته کوی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *