تحلیل (څیړنه): په سوریه کې د روسیې له مداخې د امریکا ویره

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کری تیره اوني او د سعودي عربستان له بهرنیو چارو وزیر سره له لیدنې وروسته اعلان وکړچې راتلونکې ناسته به د ټولو په ګډون تر سره کیږي. جان کري له ډيرې مودې راهیسې د سوریې د ستونزې د هوای په برخه کې د ایران د مرستې غوښټنه کړې وه او په سوریه کې د روسیې له مداخلې وروسته دا غوښتنه یوه اړتیا شوه. روسانو په کراتو ویلي چې په سوریه کې ددوی د بریدونو موخه د سوریې ستونزې د هواری لپاره د لارې هوارول ده او په باید دستونزې د هواری په دې ناسته کې ټولې ښکیلې خواوې ګډون ولري. د لویدیځوالو په مشري د جینو یو او جینو دوه ناستو دا وښوده چې په دې ناستو کې د ایران نشتون له لویو نمیګړتیاوو څخه شمیرل کیږی او ددې ناستو تر سره کیدو کومه اغیزه نه ده کړې. دوی اوس په دې نتیجه رسیدلي که چیرې د سوریې د دولت د پلویانو رول له پامه وغورځول شي د سوریې ستونزه به پر خپل ځای پاتې وي او حل کیدل یې ناشوني ښکاري.

له دی مخې له کله چې په سوریه کې د روسیې هوایي بریدونه پیل شوي امریکا تر یوې کچې په دې هیواد کې خپله اغیزه له لاسه ورکړې ده او اوس یې دې ته غاړه ایښې ترڅو په رسمي ډول له ایران څخه په دې غونډه کې د ګډون غوښتنه وکړي. د ریپوټونو له مخې امریکا د روسیې له لوري ایران ته د وینا په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده. د خبرو له لارې د سوریې د ستونزې د هواری هڅې روانې دي او که چیرې د وینا په ناسته کې هم کومه هوکړه تر لاسه نشي دخبرو دا پړاو به د سوریانولپاره ګټور وي.

د عمان بهرنیو چارو وزیر یوسف بن علوي تیره اونۍ دمشق ته سفر درلود او د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره یې خبرې کړي دي د عمان د بهرنیو چارو وزیر دا لومړنۍ سفر دی چې په سوریه کې د ستونزو له رامنځ ته کیدو وروسته تر سره کیږي. عمان په سیمه کې له ښه دیپلوماتیکي اعتبار څخه برخمن دی. د سلطان قابوس حکومت له ایران قطر او سوریې سره ښې اړیکې لري په دې مانا چې عمان د سوریې په مسله کې له ټولو هیوادونو سره له ښو اړیکو برخمن دی او دا اړیکې ددې لامل شوې ترڅو عمان د ایران یمن او په دې وروستیو کې د سوریې به ستونزو کې مهم رول ولوبوي او دا هیواد په تیرو هڅو کې تر ډیره بریالی هم وو.

د فرانسې د پارلمان یو پلاوی هم تیره اونۍ له بشار اسد سره لیدلي او د سوریې د ستونزو په هکله یې خبرې کړي دي. په سوریه کې د ستونزو د هواری دا هڅې بیسارې ښودل شوې دي. د اماراتو ولیعهد او د مصر ولسمشر هم د سوریې به هکله یوې هوکړې ته سره رسیدلي او د مصر ولسمشر ویلي په دې هکله چې د سوریې پوځ به وشنل شي اندیښمند دی ځکه کیدای شي له دې ستونزې وروسته د سوریې پوځ امکانات او وسلې د ترهګرو لاس ته ورشي چې په ډې سره به د سوریې او سیمې هیوادونو امنیت له ډیرو ګډ وډیو سره مخ شي. ده ویلي د بشار اسد او د ده د مخالفینو ترمنځ د خبرو شونتیا او یوې هوکړې ته یې د رسیدو امکانات شتون لري ده په یو ډول د مصر منځګړیتوب ته هم نغوته کړې ده.

د وینا د ناستې جوړښت هیلې رامنځ ته کونکی جوړښت دی چې کولای شي د سوریې ستونزو ته د پای ټکی کیږدي. په دې ناسته کې امریکا او عربي هیوادونه چې د بشار اسد د مخالفینو ملاتړ کوي او هم روسیه او ایران چې د بشار اسد له حکومته ملاتړ کوي شتون لري. له هر اړخه دا ناسته د سوریې هیواد په ګټه ده او په دې هیواد کې د سولې او امنیت د هیلو کچه یې لوړه کړې ده.

خو د عربستان او انګلستان د بهرنیو چارو وزیرانو تیره اونۍ وویل چې اوس هم له ایران او روسیې سره د سوریې په هکله اختلافات لري. ددې دوه بهرنیو چارو وزیرانو په خبرې ناسته کې چې عربستان ته د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر د سفر پر مهال تر سره شوې اعلان کړی چې ایران او روسیه په هغه ټولټاکنو کې چې د ملګرو ملتونو په مشری به تر سره کیږي د بشار اسد پر ګډون ټینګار کوي. خو د لویدیځ او عرب هیوادونو ویلي چې تر څو میاشتو اسد په واک پاتې کیدای شي خو په ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماندۍ حق نلري حتی که دا ټاکنې د ملګرو ملتونو او یا نورو نړیوالو بنسټونو تر څار لاندې هم تر سره شي.

له کومه وخته چی روسیه سوریی ته د ننه شوی ده امریکا د ډار په حال کی دی مسکو د دگر لوبغاری شو او د د امریکا دفاع وزیر په اتکل یی د بشار اسد په گته یی قدرت ته بدلون وکری دی دغه اندیشه هغه وخت زیاته شوه کله چی د سوریی،عراق، ایران، روسییی، او حزب الله ترمنح پنحه ارخیزه مالوماتی مرستی رامنحته شوی او امریکایی مشران د روسیی غیژی ته د عراق له ورتگه و دار شول

امریکا له دی ویره لری چی د عراق د لاسته راورلو لپاره یی کومی قربانی او لگشوته کری دی داسی نه چی دغه هیواد د روسیی له اردو سره یوحای شی شاه خوا ۳۳۰۰ امریکایی سرتیری اوس هم په عراق کی شتون لری خو دغه حواکونو دغه شمیر د پنتاگون له نظره بسنه نه کوی او نور هم باید زیاتوالی ورکرل شی

د سپینی مانی تر سیوری لاندی د عراق ساتلو لپاره د امریکا بل چل دا دی چی عراق ته د داعش سره د مبارزی لپاره د سرتیری لیژل دی او بل چل یی هم په عراق کی د امریکا پلوی جگره ماری دلی رامنحته کول دی د امریکا په پام کی لری چی دعراق په النبار په ولایت کی سل زره کسیزه جگره ماره دله رامنحته کری او لگشت یی هم ورته د عراق ملی بودیجی حخه په جلا توگه ورته حانگری کری

واشنگتن همدا کار یی د عربستان ، ترکیی، او قطر په مرسته په سوریه کی ترسره کر او د دی هیواد کورنی جگری او د تاوتریخوالی لامل شو او اوس امریکا هماغه د سوریی نسخه غواری چی په عراق یی عملی کری او په تیره اونی کی د دی هیواد دفاع وزیر او لوی درستیز یو حلی بیا د دی نسخی حخه یادونه وکره

د عرقیانو لپاره د امریکایی میلیشه گانو جورول د منلو ور نه دی او یاد کار یی د هیواد بدبختی او د تجزیه کولو موخه بولی دوی په دی اند چی د امریکا دغه کرنلاره د عراق او سوریی هیوادنه په حو هیوادونو ویشلو په مانا دی د عراق لومری وزیر عبادی د امریکا د دی کرنلاری پر وراندی سخته مبارزه کری ده او د دی هیواد ولسی حواک او امنیتی حواکونه توانیدلی دی چی د امریکا دغه ناوره کرنلاره له منحه یوسی او د عملی کولو حخه یی مخنوی وکری

د واشنگتن مشران په سوریه کی د روسیی له پوحی شتون حخه ویره لری او حتی د د دی هیواد جمهوری غوشتونکی ولسمشریزو تاکنو ته نوماندان هم په عراق کی د حمکنی جگری غوشتنه کوی د عریان تر، دونالد ترامپ، نوماندانو په خپلو خبرو کی د اقتصادی گتی یی هم یادی کری دی او علان یی کری دی چی امریکا نه باید له عراق حخه وتلی وای او دغه شتون باید تر هغی دوام پیدا کری وای ترحو واشنگتن توانیدلی وای چی د عراق تولی طبعی زیرمی یی لاسته راوری وای ترحو د عراق طبعی زیرمو ۱۵ تریلیونه دالره پانگی حستن شوی وای

د عراق د لاسه تلو په برخه کی د امریکا ویری زیاتوالی موندلی دی تیره اونی یی اعلان وکر چی د منحی ختیح کی د روسیی لاسوهنی په برخه کی له روسیی سره د حیدر عبادی نه یوحای کیدو په برخه کی تعهد اخیستی دی ترحو هیحکله عراق د سوریی ملگری نشی او که چیری د عراق او روسیی اریکی سره نیژدی شی نو امریکا به له عراق حخه د ملاترکولو په برخه کی لاس واخلی او واشنگتن د دی دریح غوره کولو سره په اصل کی د عراق لومری وزیر عبادی یی یو گواش کول دی چی له حده دیر روسیی ته نیژدی نشی

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *