د ملاعمر د ځای ناستې په سر اختلافات نه دې حل شوي

د طالبانو د پخواني مشر ملاعمر ورور ملا عبدالمنان وايي چې په طالبانو کې د قدرت په سر اختلافات شته. دغه اختلافات د دې سبب کیدای شي چې طالبان دې سره وویشل شي.

د چهارشنبې په ورځ ملا عبدالمنان د یو نامعلومه ځای څخه د امریکا غږ سره تماس نیولی او ویلي یې دي چې د طالبانو ترمنځ د مشر د ټاکلو بحران د دغې ډلې لپاره تر ټولو لویه مسله ده.

ملا منان د طالبانو نه غوښتي دي چې تر هغو پورې چې د ملایانو راغوښتل شوې شورا خپله فیصله نه وي کړی، دوی دې د یو بل خلاف د اقداماتو نه پرهیز وکړي.

د ملاعمر د مړینې د خبر د خپریدو څو ورځې وروسته، طالبانو اعلان وکړ چې د طالبانو د رهبرۍ شورا ملا اختر منصور د خپل نوي مشر په توګه ټاکلی دی.

د دغه اعلان نه لږ وروسته، د طالبانو یو شمیر مشرانو، چې د ملاعمر کورنۍ یې مشري کوله، وویل چې د ملااختر منصور ټاکنه مشورعیت نه لري.

د طالبانو دغه ډلې غوښتنه وکړه چې د ملاعمر ورور ملا عبدالمنان دې د طالبانو د مشر په توګه وټاکل شي.

د طالبانو د دغه ډلې یوه ویاند وویل چې د طالبانو د طرفدارو وتلو ملایانو یوه ډله غواړی چې په طالبانو کې د سیالو ډلو ترمنځ منځګړتوب وکړي. هغه هیله وښودله چې دغه طالبان به ژر فیصله وکړي.

ملامنان ټینګار کوي چې طالبانو مشر باید چې د ملایانو، د طالبانو د قوماندانانو او قومي مشرانو لخوا وټاکل شي.

د ملامنصور ویاند، عبدالحی مطمین بیا بل نظر لري. هغه امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو د رهبرۍ د شورا ۹۵ فیصدو غړو ملامنصور د ملاعمر د ځای ناستی په توګه خوښ کړی دی.

د طالبانو په وخت کې د ملاعمر ویاند عبدالحی مطمین وویل چې«ملاعمر نه غوښتل چې د خپلې کورنۍ کوم غړي ته کوم موقف ورکړي، دا ځکه چې هغه هیڅ کله د طالبانو اسلامي امارت د یو کورنۍ تنظیم نه باله. هغه خلګ چې د امیرالمومنین د کورنۍ نوم استعمالوي صادق نه دي او د ملاعمر کورنۍ او نظریاتو ته وفادار نه دي.»

په واشنګټن کې د بهرنیو اړیکو په شورا کې د سیمې د چارو کارپوه ډینیل مارکي وايي چې د مشرۍ په سر اختلافات د طالبانو او افغانستان لپاره په دې ډیر اهمیت لري چې د ملاعمر په وخت کې تصمیم یوازې د یو څو کسانو لخوا نیول کیدی.

«د هغو طالبانو شمیر په بې ساري توګه ډیر شوی دی چې فکر کوي چې د طالبانو د مشر په ټاکلو کې یې باید چې نظر واوریدل شي، دغه ښايي چې هغه اختلافات چې پخوا ویل کیدل چې موجود وو واضح کړي.»

مارکي زیاته کړه «د بیلګي په توګه، په ساحې کې د قوماندانانو او هغو مشرانو ترمنځ اختلافات چې په پاکستان او نورو ځایونو کې دي. او، د کلنو راهیسې دغه ډول اختلافات تر یو حده ښکار وو خو اوس به دغه اختلافات برملا شي.»

مارکي وویل چې په جګړو کې د طالبانو کامیابي او د سیمو نیول په دې اړه لري چې آیا طالبان یو داسې مشر لري چې ټول ورباندې موافقه لري؟

د سیمې د چارو دغه کارپوه دا هم وویل چې که چیري طالبان د یو مشر په ټاکلو سره سلا نه شي نو دا به به د دې مانا ولري چې جګړه ادامه پیدا کوي او د افغانستان حکومت ته به دا مشکله شي چې ثبات راولي، په تیره بیا چې ناټو په افغانستان کې خپل د عسکرو شمیر کموي.

داسې تشویشونه هم شته چې په طالبانو کې به اختلافات د دې سبب شي چې دغه ډله دې په وړو ډلو وویشل شي او سیمه ییز قوماندانان دې پخپل سر تصمیمونه ونیسي.

کارپوهانو خو دا هم ویلي دي چې ان د دې امکان هم شته چې ځینې طالبان دې داعش ته واوړي. دغه بیا کیدای شي چې د افغانستان امنیتي مشکلات لاپسې پيچلي کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *