لیبیا سمندرغاړي ته نږدې د ۵۱ کډوالو مړي موندل شوي
لیبیا سمندرغاړي ته نږدې د ۵۱ کډوالو مړي موندل شوي
روان کال زرګونه کډوال داسې مهال مړه شوي چې هڅه یې کوله د مدیترانې سمندرګي له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي.
د ایټالیا سمندري چارواکي وايي د لیبیا سمندرغاړي ته نږدې په یوې بېړۍ کې د ۵۱ کډوالو مړي موندل شوي دي.
د ایټالیا د رسنیو راپورونه وايي دغه کسان ښايي د اکسیجن د نشتوالي او ساه بندېدو له کبله مړه شوي وي.
د سویډن سمندري چارواکو د ژغورنې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې، په بېړۍ کې سلګونه نور کډوال ژغورلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو کړکېچ ښايي په ويانا کې د اروپايي مشرانو د روانې سرمشريزې تر ټولو مهمه موضوع وي.
روان کال زرګونه کډوال داسې مهال مړه شوي چې هڅه یې کوله د مدیترانې سمندرګي له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي.
په دغه سرمشریزه کې د جرمني صدراعظمه انګلا مرکل او د اتریش او بالکان هېوداونو مشران ګډون کوي.
بي بي سي سره په خبرو کې د اتریش د بهرنیو چارو وزیر، سیباسټین کورز، وویل، اروپايي ټولنې د لوېدیځ بالکان له لارې راتلونکو لوی شمېر ښاغلي کورز دغه راز وویل: “که موږ د اروپايي ټولنې پر پولو اړین کنترول و نه لرو نو په اروپا کې د بې پولو هېوادونو تصور له خطر سره مخامخېږي”.
تمه ده په غه سرمشریزه کې د انساني قاچاق وړونکو سره د مبارزې، د لوېدیځ بالکان هېوادونو سره د همکارۍ او د اروپايي ټولنې د پولو غوره ساتنې مسلو باندې خبرې اترې وشي.
تر دې مخکې روانه اوونې، د مقدونیې پولیسو د هغو زرګونو کډوالو د کنترولولو هڅه وکړه چې د پولیسو له لیکو یې ځانونه د یونان پولې ته ورسول.