اسرایلو غزې ته د تلونکو بیړیو مخنیوی کړی دی

د اسرايلي رژيم پوځيانو د بيړيو په وسیله، غزي ته د فلسطينيانو ملاتړو نړيوالو فعالينو له ورتگه مخنيوی کړی دی. دې ډلې چي د غزي خپلواکي کاروان يي په لاره اچولی د اسرايلي سرتيرو دا کړنه يي سمندري غلي ته ورته ښودلي او له نړيوالي ټولنې يي غوښتي ترڅو د غزي کلابندي د خلاصون په تړاو پر اسرايلو فشار راوړي

پتروس سترگيو، د هغې ډلې ویاند چې د غزې خپلواکی دریم کاروان یي په لاره اچولی ویلي: اسرایلي پوځي بیړیو په نړیوالو ابو کې، د فلسطین ملاتړو فعالینو بیړۍ کلابندې کړې او غزې ته یي ددې بیړیو د ورتګ مخنیوی کړی دی. دې سویدي بیړۍ ماریاني نوم او د سلو په شاوخوا کې سپرلی یي درلو دې چې موخه یي د اسرایلو له لوري پر غزې د کلابندی ماته ده.

یو شمیر پیژندل شویو شخصیتونو لکه د تونس پخواني ولسمشر د راوپا او د پارلمان یوه عرب غړي په دې بیړۍ کې شون درلود

هغه ډلې چې دغزې خپلواکۍ دریم کاروان ته یي سمون ورکړی وو، غزې ته یي دددې کاروان مخنیوی د سمندري غلو له کړنې سره ورته ښودلی او غندلی یي دی. دې ډلې له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي ترڅو پر ا سرایلو فشار راوړي او پر غزې کلابندي پای ته ورسوي او په دې سره غزې ته د تګ را تګ ا جازه ورکړل شي.

په دوه زره لسم کال کې هم اسرایلي رژیم سرتیرو د ترکي مرسته کونکو یوه بیړۍ چې د غزې کلابندی ماتید په موخه یي دې تړانګې ته سفر کړی وو برید وکړ او لس تنه مرسته کونکي یي ووژل. د اسرایلو دا کړنه د نړیوالې ټولنې له کلک غبرګون سره مخ شوه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *