په ننګرهار کې هوايي بريدونو ١٧وسله وال طالبان ووژل
په ننګرهار کې هوايي بريدونو ١٧وسله وال طالبان ووژل
د ننګرهار ولايت په بېلابېلو سيمو کې د دوه هوايي بريدونو په ترڅ کې د يوه قوماندان په ګډون ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي دي .
د ننګر هار ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال وويل چې تېره ورځ مازيګر مهال شپږ نيمې بجې د ننګرهار د هسکې مېنې او چپرهار ولسواليو په نرۍ اوبو او سپين جومات سيمو کې د دوه هوايي بريدونو په ترڅ کې د طالب قوماندان مولوي عزيز په ګډون ١٧تنه وسله وال طالبان چې په درې موټرو کې سپاره و ، ووژل شول .
هغه وويل چې په يوه بل هوايي بريد کې چې په اچين ولسوالۍ کې تېره ورځ تر سره شو، د نورمحمد په نوم يو وسله وال طالب وژل شوى دى.
نوموړي زياته کړه چې دغه راز تېره ورح ناوخته وسله والو طالبانو د غني خېلو ولسوالۍ د ٢٥ويالې په سيمه کې پر امنيتي پوستو بريد وکړ چې د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او وسله والو طالبانو ماتې وخوړه .
ده وويل چې په دې بريد کې امنيتي ځواکونو يو وسله وال ، درې سراچه او يو کرولا موټر نيولي دي.
مشرقيوال دغه راز وويل چې د دره نور ولسوالی دامنيه قوماندانی امنيتي موظفينو درې تنه د قتل په تور له يو ميل وسلې سره نيولي دي .