د بشر حقونو څانگې پر اروپايي هيوادنو نيوکه کړې او د هغه کسانو د ژوند په ژغورنه کي يي پاتي بللي کوم چي غواړي په غير قانوني توگه دي هيوادونو ته ځانونه ورسوي

د ملگرو ملتونو د کډوالو څانگي هم له اروپايي ټولني غوښتي ترڅو په مديتراني سمندر کې له انساني ناورينه مخنيوی وکړي

د روانې اونۍ په لومړیو کې دافریقایی او منځني ختیځ هیوادونو څخه د ۵۵۰ کډوالو یوه بیړۍ د مدیترانې په سمندرکې ډوبه شوه چې له دوی څخه یواځې ۱۴۰ کسان ژغورل شوي او نور تري تم شول. له دې پیښې وروسته د بشر حقونو سازمان پر اروپایي هیوادونو تور پورې کړ او په مدیترانې سمندر کې یې ددوی پر بیغورۍ نیوکه وکړه.

د ملګرو ملتونو کډوالو څانګې هم له اروپایي ټولنې وغوښتل ترڅو په دې سمندر کې د پلټڼې عملیات له سره پیل او هغه کسان وژغوري کومې د مرګ له ګواښ سره مخ دي. له دې سره دوی له اروپایي ټولنې غوښتې ترڅو ددې ډول پیښو د مخنیوي لپاره اړو او هغه کسانو ته د ویزې ورکول پیل کړي کوم چې د ګواښونو په ګاللو سره دې هیوادونو ته د تګ هوډ لري.

د بښنې نړیوال سازمان هم په اروپایي ټولنه نیووکه کړي ویلي يي دي چې ددې ټولنې د بیغوری له امله ډيری کسان د مدیترانې په سمندر کې ډوب شوي او د تیرو کلونو په پرتله په دې سمندر کې د مړینې شمیره پنځوس سلنه لوړه شوې ده.

د بښنې نړیوال سازمان د اروپایي ټولنې هیوادونو ته په خطاب کې ویلي: هغه تګلاره چې دوی خپلو هیوادونو ته د کډوالود مخنوي پّ موخه خپله کړې ګټوره نه ده. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو څانګې ویلي: د هغه کډوالو شمیره چې په تیرو څلورو میاشتوو کې یې د مدیترانې په سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی نهه سوه کسانو ته رسیږي په داسې حال کې چې تیر کال په دې لاره کې درې زره پنځه سوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

ملګري ملتونه وایي: تیر کال دوه سوه اتیا زره کډوال له دې لارې اروپا ته رسیدلي. یوه ایټالیایي چارواکي ویلي: ددوی سمندري ځواکونو په تیره یوه اونۍ کې لس زره غیر قانوني کډوال ژغورلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *