د ننګرهار چارواکي وایې ، نامعلومو وسله والو د دې ولایت د جلال اباد ښار څلورمې ناحیه کې د استیناف محکمې پر کارکونکو ډزې کړې چې له امله یې د محکمې یو تن کارکونکی وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی .
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې ، د ننګرهار استیناف محکمه وايي، ناپېژانده وسلوالو نن د مرغومي په ۲۴ نیټه سهار نهه نیمې بجې د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د محکمې پر کارکوونکو ډزې کړي ، چې یو تن یې وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی.
د دې پیښې مسولت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی .