صهیونیستي رژیم د عراق او سوریې تر مینځ پوله بمبار کړه

د صهیونیستي رژیم پوځ د سوریې او عراق دوه سرحدي سیمې(دیرالزور) او(البوکمال) تر هوایي برید لاندې نیولي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالي برخې د راپور له مخې،د صهیونیستي رژیم الوتکو نن سهار وختي(مرغومې ۲۴) د «البوکمال» او «دیزالزور» سیمې تر برید لاندې نیولي دي.

د سوریي یوې نظامي سرچینې ویلي دي چې دغه بریدونه پر ملکي سیمو ترسره شوي دي.

لا تر اوسه ددغه برید د احتمالي تلفاتو په اړه کوم راپور خپور شوی نه دی.

د عراق او سوریې پر ګډه پوله دا د اسراییل تازه برید دی.

د عراق او سوریې نظامي چارواکو هم تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

خروج از نسخه موبایل