په هلمند کې په هوایي برید کې؛ ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار په مربوطاتو کې په هوایي برید کې؛ملکي وګړو ته تلفات اوښتي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه هوایي برید تیره شپه د لښکر ګاه ښار د لسمې حوزې په “بشران” سیمه کې ترسره شوی دی.

د هلمند د ولایتي شورا رییس ،عطاء الله افغان د رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې په دغه هوایي برید کې پینځه تنو ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي همدغه راز د پینځه نورو کسانو د ټپي کیدو خبر هم ورکړی دی.

امنیتي ادارو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

خروج از نسخه موبایل