سالنګ لویه لار خلاصه ده
د سالنګونو د حفظ او مراقبت چارو مسوولین وایي چې دغه لویه لار د ټریلري وسایطو پرته د نورو ټولو نقلیه وسایطو پر مخ پرانیستي ده.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې، د سالنګونو شمال او جنوب نن سهار(لیندۍ ۱۸) هم د واورې د اورښت شاهد دي؛ مګر لویه لار د کوچنیو نقلیه وسایطو پر مخ خلاصه ده.
د سالنګونو د حفظ او مراقبت چارو مسوولین وایي چې د تیرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې په جنوبي سالنګ کې د واورې اورښت دوام درلود او شمالي سالنګ هم تیره شپه د واورې د اورښت او لږ باد شاهد وو او د سالنګ په شمال کې سپک باد محسوسیږي او دغه لویه لار د ټيلري موټرونو پرته د نورو موټرونو پر مخ پرانیستي ده.
سرچینې د ټولو موټر چلوونکو او ترافیک ګډونوالو څخه غوښتي دي چې پر لویه لار د تګ راتګ پر مهال دفاعي مساییلو له جملې څخه د ځنځیر«چین»استعمال مراعات کړي.
د سالنګونو د حفظ او مراقبت چارو د ریاست د مالوماتو پر بنسټ،د لویې لارې عمومي وضعیت په دې ډول دی:
د لیدلو وړ ساحه:۳۰۰ متره
د باد سرعت:په ثانیه کې ۴ متره
لنده بل:۹۸%
د تودوخې درجه:۸- سانتیګراد
په شمال کې د واورې ضخامت:۲۵ سانتي متره
په جنوب کې د واورې ضخامت ۲۵ سانتي متره
د سړک پر فرش کنګل:شاوخوا ۳۰ کیلومتر
په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د واورې د اورښت احتمال %۸۰.