د کرونا دویمه څپه؛د ۲۱۲ تازه پیښو ثبت او ۱۶ تنو مړینه

په  ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې پر کرونا باندې د اخته کیدو په تازه شمېرو کې په ټول هېواد کې ۲۱۲ تازه پیښې ثبت شوې او پرې ۱۶ تنه اخته ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د عامې روغتیا وزارت نن (لیندۍ ۵) اعلان وکړ چې  کرونا د یو زرو ۴۷۶ مشکوکو ازمایل شویو نمونو له جملې څخه ۲۱۲ یې مثبت پیژندل شوي دي.

په همدې اساس،په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۴۵ زره او ۴۹۰ تنو ته لوړ شوی دی.

همدغه راز د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تیره یوه شپه او ورځ کې پر کرونا اخته ۱۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې په دې سره په مجموعي توګه د مړو شویو کسانو شمېر یو زر او ۷۲۸ تنو ته رسیدلی دی.

د وړاندې شویو مالوماتو له مخې پر کرونا اخته ۲۳ تنه رغیدلي او د ټولو روغ شویو کسانو شمېر هم ۳۶ زره او ۱۴۵ تنو ته لوړوالی موندلی دی.

په هېواد کې په داسې حال کې د کرونا له وجې د مړینې شمېرې لوړې شوي دي چې د عامې روغتیا وزارت ددغه ویروس د دویمې څپې خبرداری ورکړی دی.

دې وزارت په لمړني اقدام کې د یوې میاشتې لپاره د ودونو هوټلونه بند اعلان  کړې؛مګر دغه خبرداری د خلکو له خوا جدې نه دی نیول شوی او د ودونو مراسم هماغسي ترسره کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *