په کابل کې د داعش دوه غړي ونیول شول

د کابل ښار د دویمې امنیتې حوزې په مربوطاتو کې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو د قطعاتو په یو لړ هدفي عملیاتو کې د داعش ترهګرې ډلې دوه تنه غړي ونیول شول.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د کورنیو چارو وزارت د نن ورځې(لیندۍ ۵) په خبرپاڼه کې راوړي دي چې دغه عملیات د کشفي راپورونو پر اساس په هدفي ډول ترسره شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د نیول شویو کسانو څخه د داعش ډلې د غړیتوب اسناد او شواهد،۱۵۷۳۰۰ افغانۍ او زر امریکایي ډالر ترلاسه شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې ددې کسانو دوسیه اړونده ادارې ته سپارل شوي ده.

د کابل په ځینو برخو کې خال ،خال د داعش ترهګرې ډلې فعالیتونه شتون لري  چې د امنیتي ځواکونو په څو عملیاتو کې یې پټن ځایونه او مواضع له مینځه وړل شوي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل