د ولسي جرګې له لورې د الکترونیکي تذکرو د تعدیل طرحه تایید شوه

د ولسي جرګې استازو د رایو په اکثریت د الکترونیکي تذکرو د تعدیل طرحه تایید شوي او ددغه پیژندپاڼو ویش به د اختلافي مساییلو تر ارزولو پورې بند وي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د ولسې جرګې د نن ورځې(لړم ۷) په ناسته کې د الکترونیکي تذکرو د تعدیل او بیا کتنې د طرحې په اړه بحث ترسره شو.

د ولسي جرګې یوه غړي خان اقا رضایي ویلي دي چې د الکترونیکي تذکرو د تعدیل طرحه د رایو په اکثریت سره تایید شوي چې پر بنسټ به یې د الکترونیکي تذکرو د ویش بهېر بند او اختلافي مساییل به څیړل کیږي.

د نوموړي په خبره د ولسې جرګې له پنځوسو زیاتو غړو دغه طرحه لاسلیک کړې او وروسته عمومې ناستې ته وړاندې او د رایو په اکثریت سره تایید شوه.

رضایي وایي چې په دغه طرحه کې د ملت او ملیت په درجولو کار شوی ترڅو د اختلافي مساییلو په حل کېدو سره به د ټول شموله پیژندپاڼو ویش ته زمینه مساعده شي.

د جرګې دې غړي څرګنده کړه چې پر هر اړخیزې طرحې کار ترسره کیږي ترڅو په پوره څیړنې سره یې مجلس ته وړاندې کړي.

رضایي روښانه کړه چې د احصایي د ملې ادارې رییس په دې طرحه باندې د بحث کولو لپاره د کورنیو چارو کمیسیون ته غوښتل شوی او په هېواد کې به د تذکرو د ویش بهېر هم د نوې طرحې تر مودې پورې ولاړ وي.

ویل کیږي چې د ولسي جرګې یو شمېر غړو د الکترونیکي تذکرو د تعدیل له طرحې سره مخالفت کړی وو؛مګر د رایو په اکثریت سره دغه طرحه تایید شوي ده.

له دې وړاندې هم په الکترونیکي تذکرو کې د «ملت»او«ملیت»د درج کول د جنجالونو سره مل وو.

د الکترونیکي تذکرو د ویش طرحه د حامد کرزي د حکومت پر مهال مجلس ته وړاندې شوه او د ۱۳۹۲ کال په اوږدو کې تصویب شوي وه؛ مګر د وخت جمهور رییس یې له لاسلیک کولو څخه ډډه وکړه.

په هغه طرحه کې یوازې«جمهوري اسلامې افغانستان»درج شوي او د «ملت»او«ملیت»له درج کېدو څخه ډډه شوي وه.

د الکترونیکي پیژندپاڼو اوسنی بهېر د ۱۳۹۷ کال د غویي پر دیارلسمه د جمهور رییس غني له لورې د تذکرې پر اخیستلو پیل شوی او د وخت د اجراییه رییس دکتور عبدالله عبدالله د مخالفت سره مخ شو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *