امریکا؛ ناهیلې شوې ده؟
د ستونزو سره د سولې د خبرو اترو مخ کېدل او له یوې میاشتې څخه زیات وخت په تیریدو سره د یوې حل لارې نه ترلاسه کېدلو امریکا ددغه پروسې په اړه د اندیښنې او ناهیلۍ سره مخ کړې ده.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي خپل تازه سیمه اییز سفرونه پیل کړي دي.
نوموړي په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې«افغانان باید د ویجاړیدو پرځای ثبات،د زور زیاتي پرځای د بخښنې لار او د غچ اخیستنې پرځای د روغې جوړې لار په پرمخ یوسي».
خلیلزاد وایي چې د تاوتریخوالي د کمیدو په اړه د ژمنو سره سره،بیا هم تاوتریخوالی کم شوی نه دی.
د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی چې په یوه ډول د سولې د خبرو اترو له پروسې څخه ناهیلې شوی دی؛په یوه خبرداري کې ویلي دي چې«د یو سیاسي جوړ جاړي لپاره د توافق د لاسته راوړلو چانس به تل پاتې نه شي. »
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم تیره شپه اعلان وکړ چې خلیلزاد ناروي ته سفر کړی او د دغه هېواد له چارواکو سره یې د افغانستان د سولې د بهېر د نړیوالې همغږۍ او ملاتړ په اړه خبرې اترې کړي دي.
په همدغه اساس،به خلیلزاد د دوحې په سفر کې د افغانستان د جمهوریت او طالبانو د پلاوو د غړیو سره وویني او د خبرو د مخکې تګ لپاره د تاوتریخوالي او فشار پر کمېدو باندې به د دواړو لوریو سره د وروستي تاوتریخوالي د زیاتیدو د مخنیوې په اړه خبرې وکړې.
تمه کېده چې په قطر کې د سولې د خبرو اترو په پیل کېدو سره به په افغانستان کې تاوتریخوالی کمښت ومومي؛مګر په دغه موده کې تاوتریخوالي د پام وړ زیاتوالی موندلی دی .
همدغه راز په وروستیو ورځو کې د افغانستان د حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي څلور غړي کابل ته راستانه شوي او خبرې اترې یې پریښي دي او دلیل یې خپلې شخصې ستونزې یادي کړې دي.
وروستۍ پیښو او د اساسي حل لارې نه ترلاسه کول او ددې ترڅنګ د هېواد په زیاتو برخو کې د تاوتریخوالي زیاتیدلو د افغانستان خلکو او ملاتړ کوونکو ته یو ډول ناهیلي پیدا کړې ده.