ننګرهار، څلور کوچنیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ننګرهار چارواکي وایې، د دې ولایت کوټ ولسوالۍ کې د چت پرېوتو پېښه کې یو ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ« تریلي» سیمه کې تېر ماښام د یاسین جان په نوم د یو تن د کور کوټې د چت پریوتو پېښه کې د هغه اووه کلن زوی ژوند له لاسه ورکړی، او درې نور زامن یې، چې عمرونه یې د دوو کالونو څخه تر پنځو کالونو پورې دي،سخت ټپیان شوي دي چې حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه لیږل شوي دي.
ننګرهار کې د چت د پریوتو له امله د مرګ ژوبله دا لوموړنۍ پیښه نه ده بلکې له دې وړاندې هم په دې ډول پیښو کې میرمنو او کوچنیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.