ننګرهار کې چاودنې دوه تنه ټپیان کړي
د ننګرهار چارواکي وایې د دې ولایت د کانال رئیس عبدالقهار حیدري پرموټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې .
د ننګرهار دوالي ویاند عطالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل ، دغه چاودنه نن سهار ۹ بجې د جلال اباد ښار پنځمې ناحیې اړوند د څلورمې لیوا ته څیرمه د کانال د رئیس پرموټر شوې ، چې له امله یې دوه تنه ملکي وګړي ټپیان شوي .
خوږیاڼی زیاتوي د کانال رئیس او ملګرو ته یې زیانه نه دی رسیدلی .
د دې پیښې مسولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی .