د حکمتیار تازه غوښتنه؛ په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت رامنځته کېدل

د حزب اسلامي مشر د پاکستان څخه د راستنیدو وروسته اعلان وکړ چې په افغانستان کې یوازینۍ سیاسي لار د لنډمهاله حکومت رامنځته کېدل دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې ګلبدین حکمتیار د نن ورځې(لړم ۴) په خبرې ناسته کې څرګنده کړه چې طالبان اوسنی حکومت نه مني.

نوموړي څرګنده کړه چې له همدې کبله د لنډمهاله حکومت رامنځته کېدل کولای شي په افغانستان کې یوه لاره تطبیق کړي.

حکمتیار همدغه راز وویل چې پاکستان ورته ډاډ ورکړی چې د افغانستان د سولې  بهېر کې صادقانه کار کوي او په افغانستان کې سوله ټینګیږي او پخپله دغه کار ترسره کوي.

د اسلامي حزب مشر په هېواد کې د بې امنیتیو زیاتیدو په غبرګون کې روښانه کړه چې د امنیت ټینګښت د حکومت دنده ده او که چيرې ددغه کار وړتیا نه لري دا مسوولیت دې خلکو ته وسپاري.

نوموړي په قطر کې د سولې په بهېر باندې په نیوکې کولو سره وویل چې دغه مذاکرات د دوه ټیمونو ارګ او طالبانو تر مینځ دي او د ټولو افغانانو مذاکرات نه دي.

د حکمتیار له انده،د قطر په مذاکراتو کې ګڼ شمېر سیاسي ګوندونه ګډون نه لري او ددې اړتیا لیدل کيږي چې یو عمومي اجماع رامنځته شي او له هغې وروسته په یوه واحد نظر سره خبرې اترې پر مخ ویوړل شي.

ګلبدین حکمتیار پینځه ورځې وړاندې په یوې رسمي بلنې پاکستان ته تللی وو او ددغه هېواد د لوړ رتبه چارواکو له جملې څخه د لمړي وزیر عمران خان او ددغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي سره یې لیدنې او خبرې اترې ترسره کړي دي.

نوموړي په پاکستان کې په یوه خبرې ناسته کې هم ویلي وو چې امریکا د افغانستان په جګړه کې ماتي خوړلي ده.

د جمهور رییس سلاکار،شاه حسین مرتضوي د اسلامي حزب د مشر د تازه څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي چې:«حکمتیار د موقت حکومت نسخه له ځانه سره راوړي ده.»

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *