په خوست کې دوه تنه ماین ایښودونکې د خپل ماین قرباني شول

د خوست ولایت د مرکز خوست ښار په مربوطاتو کې د یوه لاس جوړ شوي ماین د چاودنې په پایله کې دوه تنه ماین ایښودونکي وژل شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه تیره شپه د خوست ښار په «فارم باغ»سیمه کې هغه مهال رامنځته شوي ده چې دوه ماین ایښودونکي د سړک غاړي د ماین ايښودلو په حال کې وو.

د خوست پولیس وایي چې په دې چاودنه کې دوه تنه ماین ایښودونکي وژل شوي دي.

د سرچینې پر وینا،دغه چاودنې نورو ملکي وګړو او د سیمې اوسیدونکو ته تلفات اړولي نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ولایتونو کې د سړک د غاړي ماینونو زیاتوالی موندلی چې هیڅوک یې پړه پر غاړه نه اخلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *