په کابل کې د دوه دولتي کار کوونکو وژنه
موټر سایکل سپرو وسلوالو کسانو د کابل ښار د شپاړلسمې حوزې په مربوطاتو کې دوه تنه دولتي کار کوونکي ترور کړي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخي،دغه پیښه نن(تلې ۱۳) سهار د ۷:۴۰ دقیقو په شاوخوا کې د کابل د شپاړلسمې حوزې د «ټانک چکري» په سیمه کې رامنځته شوي ده.
د کابل پولیس وایي چې په دې پیښه کې وسله والو کسانو دوه دولتي کار کوونکي وژلي او له سیمې تښتیدلي دي.
د سرچینې پر وینا په دې اړه څیړنې پیل شوي دي.
پولیسو د وژل شویو کسانو هویت او د دندې ځای مشخص کړی نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې د «امنیتي تړون» برنامې د پیل کېدو سره جوښت په کابل کې د سړک د غاړي او چسپکي ماینونو چاودنو زیاتوالی موندلی دی.