په کابل کې د «نظامي»یونیفورم یوه لویه زیرمه ترلاسه شوي ده

د کورنیو چارو وزارت دکابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د پوځي یونیفورم او البسې لویه زیرمه کشف کړي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخي چې د کورنیو چارو د وزارت د نن ورځې(تلې ۸) د خبرپاڼي څخه یې نقل کړی دی د پوځي البسې دغه ډیپو د نهمې حوزې د «ډسپیچري» له سیمې څخه ترلاسه شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د کشفي اطلاعاتو پر اساس عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د «نظامي»یونیفورم او البسې یوه لویه زېرمه کشف شوي ده.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د «پوځي»البسې په دې لویه زېرمه کې ۶۵ زره یونیفورم او ۴۵ زره جوړې «عسکري بوټونه»شامل وو چې په ۹ څلویښت فوټه کانتینرونو کې ساتل کېدل.

د خبرپاڼې څخه په نقل،ددې قضیې په تړاو څوک نیول شوي نه دي؛مګر په اړه یې څیړني دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې ځینې جنایي جرمونه او وسله والې غلاوي د نظامي لباسونو څخه په ګټې اخیستنې سره ترسره کیږي چې امنیتي ادارو په کراتو کراتو ددغه لباسونو څخه د ناوړه کار اخیستنې په اړه خبرداری ورکړی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *