د کابل په هوایي ډګر کې دوه تنه قاچاق وړونکي ونیول شول

د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د مخدره توکو سره د مباررې مدیریت د مخدره توکو دوه تنه قاچاق وړونکي نیولي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې دغه دوه تنه نن (وږي ۲۰) د هوایي ډګر د کشفي ارګانونو او SIUټیم له لوري هغه مهال ونیول شول چې هند ته یې د مخدره توکو د لیږد نیت درلود.

د ملکي هوایي چلند اداره وایي چې ددغه کسانو له ګیډې څخه د ۹۷ کپسولو په تعداد  ۱.۱۵۴ کیلو ګرامو په وزن مخدره توکې ترلاسه شوي دي.

د ګیډې له لارې د مخدره توکو لیږد هېوادونو ته د مخدره توکو د قاچاقو یوه لار ده چې یو شمېر قاچاق وړونکي یې نیول شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *