په پروان کې د طالبانو له لورې دوه تنه په ډزو ووژل شول

د پروان ولایت سیمه ایز چارواکي وایي چې وسله والو طالبانو په سیدخیل ولسوالۍ کې د یوه نظامي تن په ګډون دوه کسان په ډزو وژلي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې دغه پیښه نن سهار(وږي ۱۵) د پروان ولایت د سیدخیل ولسوالۍ په «اقتاش»سیمه کې رامنځته شوي ده.

د سیدخیل ولسوالۍ اوسیدونکي وایي چې په دغه پیښه کې مختار خدمتګار او پهلوان نذیر سیدخیلي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دوې پر وینا،مختار د پروان د پولیسو د قومندانۍ افسر وو.

د پروان ولایت د سیدخیل ولسوالۍ ولسوال، محمد لمر عثمان یار هم ددغه پیښې په تاییدولو سره وایي چې د قربانیانو څخه یو کس د بګرام ولسوالۍ استخباراتي کارکوونکی وو.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

خروج از نسخه موبایل