د کابل په چاودنو کې د یو تن وژل کیدل او څلور تنو ټپي کېدل

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل ښار په اوومه او څلورمه حوزه کې د درې چاودنو په پایله کې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې، دغه چاودنې نن سهار( وږي ۱) د اوومې حوزې په چهلستون او د څلورمې حوزې د کمپنۍ په سیمه او اهنګرانو څلور لارې کې رامنځته شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د چهلستون پر نوې سړک یوه کرولا په نښه شوي چې په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د اهنګرانو په څلور لاري کې یو رنجر موټر باندې د چسپکي ماین چاودنه شوي چې دوه تنه یې ټپیان کړي دي.

همدغه راز د کمپنۍ په سیمه کې هم یوه چاودنه رامنځته شوي چې تلفات له ځانه سره نه لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *