ننګرهار کې وسله واله نښته کې څلور امنیتي سرتیري او لس وسله وال وژل شوي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایې،  د دې ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د ځوابيه بريد پر مهال لس وال طالبان وژل شوي او شپږ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې د ننکرهار مطبوعاتي دفتر وایې، د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ د نوکړ خېلو په« ډنډو »سيمه کې تېره شپه شاوخوا يوه بجه وسله والو مخالفينو پر امنيتي ځواکونو بريد کړی، چې په ځوابيه بريد کې لس وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، د ياد بريد پر مهال څلور امنيتي منسوبين هم وژل شوي  او دوه ټپيان شوي دي.

طالب وسله والو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *