ننګرهار کې چاودنې یو تن ملکی وګړی ټپي کړی

د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې د سړک  غاړې ماین چاودنې یو تن ملکي وګړی ټپي کړی دی.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، دغه چاودنه نن سهار د کامې ولسوالۍ په «سنګر سرای» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼی وایې د تيلو په يو پمپ کې نن يوولس بجې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله يو ملکي وګړی سطحي ټپي شوي دي.

هیڅ شخص یا ډله ددغه چاودنو مسوولیت پر غاړه نه اخلي.

Author

خروج از نسخه موبایل