په کابل کې له دوه زرو څخه زیاتې ټابلیټ کا کشف شوي

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې په یو لړ هدفي عملیاتو کې  ۲۴۵۰ نشه کوونکې ټابلیټ«k»کشف او ضبط شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،چې د کورنیو چارو وزارت د نن ورځې (چنګاښ ۱۵) له خبرپاڼې څخه یې نقل کړې دی،دغه نشه کوونکي ټابلیټ د  نشه یې توکو سره د مبارزې د ملې پولیسو ځانګړیو ځواکونو لاس ته لویدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ۲۴۵۰ عدده نشه کوونکي ټابلیت«k» د کشف په تړاو یو تن نیول شوی دی.

د مخدره توکو څخه استفاده د یو لړ ستونزو له جملې څخه ده چې د ټولنې یو شمېر قشرونو له جملې څخه ځوانان پرې روږدي شوي دي.

ټابلیټ «K»  یوه رواني نشه کوونکي ماده ده چې زیاته مضر او امفتاین له مشتقاتو څخه ده چې کیمیاوي نوم یې «میتایل ډي اوکسي متاییل امفتامین»( MDMA) دی.

د زیات هیجان او د محافظت څخه پرته د جنسي اړیکو  د تګ د نه کنټرولیدو لپاره له دې ټابلیټ څخه کار اخیستل کیږي او دمګړۍ د «هپټایټ»او «ایډز»په څیر ناروغیو د خپریدو اصلې لامل شمیرل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *