ننګرهار کې چاودنې یوه ځوانه نجلۍ وژلې ده

د ننګرهار چارواکي وایې، د دې ولایت سره رود ولسوالۍ کې یو کور ته د لاسي بم غورځیدو په پېښه کې یوه میرمن وژل شوې ده.

د ننګرهار د ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل، نن د سرطان په (۵) نیټه سهار د سره رود ولسوالۍ د شیخ مصري په «سیاه سنګ» سیمه کې ناپیژانده کسانو د «شرف الدین» په نامه د یو کس کور ته لاسي بم غورځولی ، چې له امله یې یوه شل کلنه نجلۍ وژل شوې ده.

هغه وایي، د پولیسو له لورې هڅې پیل شوي څو د دې پیښې عاملین ونیول شي.

تراوسه د یادې پېښې علت نه دی معلوم او نه یې هم تراوسه مسولیت چا په غاړه اخیستی دی.

Author

خروج از نسخه موبایل