په فاریاب کې یو قومي مشر په ډزو ووژل شو

د فاریاب پولیس وایي چې طالبانو ددې ولایت په المار ولسوالۍ کې یو قومي مشر د ۱۰ زره نقدي افغانيو د نه ورکړې  له امله وژلی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې چې د فاریاب د پولیسو د قومندانۍ د خبرپاڼې څخه یې نقل کړی دی،دغه پیښه تیره ورځ د المار ولسوالۍ په «ده باشي» کلي کې رامنځته شوي ده.

په خبرپاڼه کې راغلي دي د طالبانو له لوري یو تن قومي مشر «فضل احمد»چې ۴۵ کاله عمر یې درلود،په ډزو وژل شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې دا قومي مشر څه وخت وړاندې د خلکو له لوري د انکشافي شورا د رییس په توګه ټاکل شوی وو؛ مګر طالبانو له نوموړي څخه د ۱۰ زره افغانیو د جریمې غوښتنه کړي وه چې د قومي مشر له لوري د انکار کولو له وجې نوموړی وژل شوی دی.

د فاریاب پولیس وایي چې دغه پیښه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې رامنځته شوي ده.

وسله والو طالبانو په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

خروج از نسخه موبایل