د ایران د بهرنیو چارو وزارت، په کابل کې ددې هېواد په سفارت د یرغل او له سپکاوې ډکو ځینو کړنو له امله په تهران کې د افغانستان سفیر احضار کړ.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،په تهران کې د افغانستان سفیر،عبدالغفور لیوال،نن (غبرګولي ۲۴) د ایران بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی دی.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په تهران کې د افغانستان سفیر«د وضاحت وړاندې کولو»لپاره دې وزارت ته حاضر شوی دی.
د خبرپاڼې څخه په نقل:«د یو شمېر خاصو تحرکاتو په لړ کې د ځانګړو سیاسي جریانونو څخه چې د ایران د اسلامې جمهوریت سره د پخواني ضدیت درلودونکي دي د افغانستان او ایران تر مینځ چې ښه ګاونډیتوب لري او په وروستیو کې ددغه هېواد د څو تنو وګړو د مړینې په پلمه چې ایران ته یې د غیر قانوني ننوتلو نیت درلود،د یو شمېر سپکوونکو کړنو مرتکب شوي او د ایران په سفارت او زمونږ په ټولو اړونده نماینده ګیو یې یرغل کړی وو،نن سهار په تهران کې د افغانستان سفیر د توضیحاتو د وړاندې کولو په سبب د بهرنیو چارو وزارت ته حاضر شو.»
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ټولې لویدیځې اسیا لپاره د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مدیر د افغانستان د سفیر د احضارولو پر وخت د وروستي تاوتریخوالي په تړاو «د خپلې اندیښنې څرګندولو مراتب» وړاندې کړي دي.
په یزد کې د افغان پناه غوښتونکو د موټر سوځیدل او له هغې وړاندې په هریرود سیند کې د یو شمېر نورو پناه غوښتونکو ډوبیدلو،د کابل او تهران پر اړیکو اغیزه وکړه.
دغه دواړه پیښې د مختلفو غبرګونونو سره مل شوي؛ مګر په تهران کې د افغانستان سفیر،عبدالغفور لیوال په یزد کې د موټر د سوځیدو د پیښې د ټپیانو د پوښتنې کولو وروسته اعلان وکړ چې موټر چلوونکی او د انساني قاچاق شبکه په دغه پیښه کې ګناهګاره وه.