ننګرهار کې د یوې چاودنې مخه نیول شوې

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایې امنیتي ځواکونو  د دې ولایت  په مومندرې ولسوالۍ کې  يو موټر کې چاوديدونکي توکي کشف او لمنځه وړي دي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولايت  د مومندرې ولسوالۍ په « ټول پلازه  »سیمه کې  پولیسو په يو چيک پواينټ کې د پلټنې پرمهال  د « حيات محمد » په نوم يو تن سره په ويکسار ډوله موټر کې چاوديدونکي توکي کشف او په سيمه کې يې ياد موټر لمنځه وړل شوی.

خوږیانی زیاتوي، نيول شوی تن امنې قوماندانۍ ته بيول شوی، چې د قانوني اجراتو په موخه به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

Author

خروج از نسخه موبایل