د طالبانو یوه بې پیلوټه الوتکه د امنیتي ځواکونو لاس ته ولویده
د ملې امنیت د ځانګړیو قطعاتو ځواکونو په یو لړ هدفي عملیاتو کې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه قومندان د وسلو او مهماتو ډیپو کشف کړې ده.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د ملې امنیت ریاست د نن ورځې (غبرګولي۲۱) خبرپاڼې څخه په اخیستنه ،دا عملیات د طالبانو د یوه وژل شوي قومندان عبدالفتاح چې پر«پتنګ» مشهور وو د مهماتو او وسلو پر یوه ډیپو ترسره شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په دې عملیاتو کې یوه بې پیلوټه الوتکه او د ۸۲ ملیمتري توپ د یوې پاې په ګډون یوه اندازه سپکې او درنې وسلې د امنیتي ځواکونو لاس ته لویدلي دي.
د ملې امنیت ریاست وایي، چې د غلام محمد د حاجي محمد حسن زوژ او روزي خان د عبدالفتاح د زوې په نومونو دوه کسان نیول شوي، چې ددې ډیپو د ساتنې مسوولیت یې درلود.
په خبرپاڼه کې د قومندان «پتنګ» د وژل کیدو د وخت او مړینې څرنګوالي ته اشاره نه ده شوي.
بې پیلوټه الوتکې ته د طالبانو لاس رسې ددې ډلې پر وړاندې د امنیتي ځواکونو مقابله له ستونزو سره مخ کوي او ددې الوتکی په کشفیدو سره په ننګرهار کې دې ډلې ته سخته ضربه اړول شوي ده.