محمد محقق پر کرونا اخته شو

د افغانستان د خلکو د وحدت اسلامې ګوند مشر پر کرونا اخته شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،حاجي محمد محقق ته نږدې کسانو پر کرونا د نوموړي اخته کیدل تایید کړي دي.

همدغه راز،ښاغلي محمد محقق پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي؛«کرونا ته ماتې ورکول هم لکه د اردو د جګړو په څیر حوصلې او مورال ته اړتیا لري. »

نوموړي څو انځورونه هم خپاره کړي دي چې مالومیږي هغه د تقویې د درملو خوړلو په حال کې دی او له لمر څخه انرژي اخلي.

له دې وړاندې د استاد محقق زوي او په ولسي جرګه کې د بلخ استازي  محمد علي محقق ویلي وو چې کرونا نیولی او د رغیدو په حال کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو پر بنسټ کرونا په بې ساري ډول د خپریدو په حال کې ده او پرې د اخته کسانو شمېرې هم مخ پر لوړیدو دي.

اوس مهال په هېواد کې له ۲۰ زرو څخه زیات کسان پر کرونا اخته شوي چې له جملې څخه یې ۳۰۰ څخه زیات پر کرونا اخته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *