په کابل کې په غیر رسمي وختونو کې د تورو ښيښو لرونکو موټرو پر تګ راتګ بندیز ولګول شو

د کابل ولایت د ګډو ځواکونو قومنداني وایي چې په پلازمینه کې په غیر رسمي وختونو کې د تورو ښيښو،زرهي او ساتونکو سره یوځای د موټرو تګ راتګ منع دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د کابل د ګډو ځواکونو د قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې سر له نن ورځې(غبرګولي ۱۸) څخه د تګ راتګ بندیز عملې کیږي او له سرغړونکو سره به جدې چلند ترسره کیږي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په رسمي وختونو کې د تورو ښيښو لرونکو دولتي او شخصي موټرونو،بې اسنادو موټرو،زرهي موټرو،بې جوازه وسلو،د موټر شاته د وسله والو پر کیناستو او د دولتي موټرو پر تګ راتګ بندیز لګول شوی دی.

د خبرپاڼې څخه په نقل،ددې امنیتي طرحې په عملي کېدو سره به د کابل ښار د اوسیدونکو امنیت تامیین او د جرمونو د کمیدو په برخه کې اغیزمن بدلونونه رامنځته شي.

د کابل د ګډو ځواکونو قومنداني وایي چې په قاطع او جدي ډول د قانون عملي کولو ته ژمن دي او د پلازمینې له خلکو څخه یې غوښتي دي چې د امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړې او په ښار کې د قانون په تنفیظ او امنیت په تامینولو کې برخه واخلې.

که څه هم لا تر اوسه په کابل کې څو ځله د موټرو څخه د ښیښو د پاکولو او راجمع کولو په اړه تصمیم نیول کیږي؛مګر لا تر اوسه دغه امر په جدې ډول عملی شوی نه دی.

په همدغه حال کې د افغانستان پلازمینه په وروستیو ورځو کې د سختو چاودنو او ځان وژونکو بریدونو شاهده ده چې تمه کیږي په غیر رسمي وختونو کې د تبعیض او تعصب پرته د تورو ښيښو لرونکو او زرهي موټرو پر تګ راتګ باندې په بندیز لګیدو سره به په دغه پیښو کې کموالی راشي.

Author

خروج از نسخه موبایل