په بدخشان کې یوولس تنو امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د بدخشان ولایت په خاش ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماین د چاودنې په پایله کې  د سیمه ایزو پولیسو یوولس تنه سرتیري وژل شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه،نن (غبرګولي۱۷) د خاش ولسوالۍ د «چشمه سپیدار»په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د سیمه ایزو پولیسو د موټرو کاروان پر ماین وربرابر شو.

د بدخشان د پولیسو ویاند،ثناء الله روحاني ویلي دي،په لمړي سر کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر مینځ نښته پیل شوي کله چې مرستندویو ځواکونو د جګړې سیمې ته د تګ نیت کړی پر ماین برابر شوي دي.

نوموړي څرګنده کړه چې په دې پیښه کې د قومندان«مزاري»په ګډون ۱۱ تنه سیمه ایز پولیس وژل شوي دي.

روحاني څرګنده کړه چې قومندان مزاری  په خاش ولسوالۍ کې د سیمه ایزو پولیسو یو قومندان وو.

د بدخشان د پولیسو ویاند زیاته کړه چې د امنیتي ځواکونو په متقابل برید کې د ارګو ولسوالۍ لپاره د طالبانو یو قومندان قاري حمیدالله او یو ساتونکی یې وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم د جوزجان ولایت په مردیان ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې د بلخ د شپږمې سرحدي لیوا د لمړي کنډک قومندان ټپي شوی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *