د سوریې پوځ پر روسي«میګ ۲۹» الوتکو سنبال شو

په سوریه کې د روسیې سفارت تایید کړه چې ددې هېواد پرمختللي «میګ ۲۹» جنګي الوتکې یې د سوریې په واک کې ورکړي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې د روسیي د پوځي مرستو دغه جوپه د مسکوـ دمشق د فوځي ـ فني مرستو په چوکاټ کې ترسره شوي دي.

د روسیې ديپلوماتیکې نماینده ګۍ په خپل ټویټر باندې اعلان کړی دی چې:«د سوریې عربي جمهوریت ته یې د پرمختللي «میګ۲۹» جنګي الوتکو دویمه جوپه تحویل کړي ده.»

د سرچینې پر وینا،د سوریې د هوایي ځواکونو پیلوټانو له څه وخت وړاندې ددې الوتکو لازمې روزنې ترسره کړي وه.

د سوریې پوځ به ددې تازه تجهیزاتو په ترلاسه کولو سره په دې وتوانیږي تر څو د ترهګرۍ پر وړاندې ترې ګټه پورته کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *